طالبانو ته پرانیستی لیک

لیکوال :دکتور عبدالکریم بکار.
ژباړن: حزب الله ناصح.
د الله ج شکر دی چې زمونږ افغانانو ورونو له هیواد څخه اشغالګر ځواکونه ووتل، او دا د اوږد جهاد او سپیڅلو وینو ثمره وه، تاسې ته بیا هم له الله ج څخه بشپړ نعمت، بریا او آزادي غواړم.
ګرانو ورونو غواړم تاسې سره لاندې ملاحظات شریک کړم چې له ګټې څخه به خالي نه وي:
1. نړۍ هڅه کوي چې نوي طالبان وويني، له خلکو سره د دوی چلند وویني، په ځانګړې توګه په ايډیالوژۍ، سیاست او نظر کې له مخالفینو سره د دوی چلند وویني، بې له شکه چې کابل ته په منظمه او سولییزه توګه ستاسې ننوتلو په خلکو ډيره اغیزه درلوده، د خلکو باور لا هم زیات شو، تاسې باید لا هم هڅه وکړئ چې د خپلو مجاهدینو نظم نور هم پياوړی کړئ، ځکه د یوه عسکر ناسم چلند ټوله ميډيا خپروي، چې په نتیجه کې ستاسې نوم او عزت ته تاوان رسوي، زه پوهيږم چې دا کار سخت دی، خو بيا هم ښې لارښوونې او قطعي جزاګانې له ښه او نرم چلند سره دا کار تر ډيره اسانه کوي.

2. د صداقت او اخلاص خبره: د ظاهري شکلیاتو په بدلولو کې بيړه مه کوئ، تل اهدافو او حقائقو ته نظر کوئ، له همدې کبله زه دومره ژر د حکومت نوم او بيرغ بدلولو ته لیوال نه یم، زمونږ په اسلامي تاریخ کې په لسګونو حکومتونه تير شوي، خو یوه هم د اسلامي(وروستاړی) نوم نه درلود، ترڅو په دې سره د ځان تزکیه رامنځ ته نشي، او وروسته بیا د ناسمو اعمالو په نتیجه کې د اسلام نوم بد نشي.

3. په ميرمنو حجاب لازمي کول، دا کار په ایران کې ترسره شو، خو په نتیجه کې يې زیاته تقوا او عفت رامنځ ته نه شول، بلکې هلته عام منافقت رامنځ ته شو، له همدې کبله نن د ايران اکثر ولس متدین نه ګڼل کيږي.
کیدای شي چې د عامه آدابو لپاره د خپل افغاني عرف مطابق قوانین وضع کړئ، مګر د سر او مخ پټول لازمي کولو نه دي پکار، مونږ د الله ج په توحید او تقوا باندې آباد زړونو او ژوندیو ضمیرونو ته اړتیا لرو، او داسې زړونه د زور، جبر او استبداد په حالت کې نه رامنځ ته کيږي.

4. في الحال ستاسې لومړيتوب کې باید غچ نه اخیستل، ثبات، استقرار، سوکالي او ولس ته د خواړو آسانتیاوې برابرول وي، ترڅو مو هیوادوال د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره هیواد پرې نږدي.

5. د ملل متحد او خیریه ټولنو کارمندان، ډاډمنې فضا او خونديتوب ته اړتیا لري، نو تاسې باید ښه راغلاست ورته ووایاست، ځکه هیواد مو تر ډيرو کلونو خارجي مرستو ته سخته اړتیا لري، له بل پلوه همدا خلک له تاسې څخه مثبت تصویر نقل کولای شي.

6. په تيرو شلو کلونو کې ستاسې بچیان او هیوادوال په انکشاف، اداره او اقتصاد کې ښه وځليدل او ښې تجربې یې ترلاسه کړې، هغوی باید احساس کړي چې راتلونکي حکومت کې همدوی مهم رول لوبولای شي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *

Scroll to Top